World News in Pashto
Февраль
2024

Новости за 05.02.2024

Mashaalradio.com 

سرطان څه ډول ناروغي ده؟

په روغتیا او درملنه خپرونه کې د سرطان نړیوالې ورځې په مناسبت د هغې ناروغۍ په اړه معلومات درکوو. روغتیاپالان وايي کله چې د وجود خلیې بې له کنټروله او په غیر عادي ډول تقسمېږي، زیاتېږي او لویېږي، نو دې ته سرطان وايي. نن په خپرونه کې د دې ناروغۍ د پیدا کېدو، تشخیص، درملنې او ورڅخه د ځان ساتلو په اړه معلومات درکوو. بشپړه خپرونه واورئ.

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې روایتي مخالفینو اېم کیو اېم او ای اېن پي انتخاباتي اتحاد کړی دی

د فبرورۍ څلورمه د متحده قامي موومېنټ پاکستان مرستیال مشر مصطفی کمال او د عوامي نیشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد په مردان هاوس کې تر مذاکراتو وروسته خبرې کنفرانس ته وويل چې دوی به پر ځینو حلقو د يو بل حمایت کوي.

Mashaalradio.com 

د قرغیزستانیو کوچیو ښځو پګړۍ مو لیدلې؟

په قرغیزستان کې کوچۍ ښځې یو خاص ډول پګړۍ په سروي چې اېلچېک بلل کېږي. هغه پګړۍ یا پټکی اکثر له سپین رخته جوړېږي خو ځوانې نجونه او ښځې رنګینې هغه هم په سروي. له هغې پګړۍ د ښځې د عمر او ټولنیز حیثیت پته هم لګي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Mashaalradio.com 

د ۷۲ کالجونو د نجونو ترمنځ سیالۍ شوې

د سیند صوبې حکومت هر کال د سرکاري کالجونو د نجونو تر منځ سیالۍ جوړوي. دا کال هم پکې د ۷۲ کالجونو زده کوونکي ګډون کوي. د بېلابېلو سیالیوو تر څنګ په کراچۍ کې د دې سیاليوو په وخت د بېلابېلو صوبو سندرې هم وويل شوې او نڅاوې هم د دې مېلې برخه وې. نیاز علي په دې اړه ويډيو راپور جوړ کړی.