World News in Pashto
Февраль
2024

Новости за 27.02.2024

Mashaalradio.com 

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غونډه د فبرورۍ پر ۲۹مه وربلل شوې ده

ولسمشر ډاکټر عارف علوي د فبرورۍ پر ۲۶مه د پارلیماني چارو د وزارت سپارښتنه له لاس لیک کولو پرته ستنه کړې وه. هغه اعتراض کړی وو چې قامي اسمبلۍ کې د ښځو او اقليتي غړيو د ځانګړو څوکيو وېش نه دی شوی نو د هغه په خبره پارلېمان نيمګړی دی.

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د نجونو او ښځو پرضد د "ځپونکو اقداماتو" درولو غږ کړی دی

په اعلامیه کې د امنیت شورا ۱۱ غړو هېوادونو یادونه کړې چې په افغانستان کې یوازې هغه وخت تلپاتي سوله ټینګېدای شي چې هغه هېواد یو ټول شموله سیاست مخ ته یوسي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوی وکړي.

Mashaalradio.com 

په کېمپونو کې مېشت فلسطینیان د خوړو له کمي سره مخامخ دي

د جګړې له امله د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې زرګونه بې کوره شوي خلک په کېمپونو کې ژوند تېروي. دغه فلسطینیان وایي د خوراک د کمي ترڅنګ د ژوند له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي. ځینې کډوال وایي تر څو څو ورځو کم یا بیخي خواړه نه ورسېږي او مېندې خپل ماشومان په نهره ویدوي. په غزه کې د تېر کال اکتوبر راهیسې جګړه روانه ده چې له امله یې تر ۲۷،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او لسګونه زره کډوال شوي دي. د رویټرز اژانس له وډیوګانو جوړ راپور.