World News in Pashto
Февраль
2024

Новости за 09.02.2024

Mashaalradio.com 

پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته احتجاجونه او خوشالۍ شوې دي

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه تر ټولټاکنو وروسته د ځینو ګوندونو غړو او پلویانو خوشالۍ کړې دي او ځینو د غیر حتمي نتیجو پرضد مظاهرې کړې دي. د فبرورۍ پر نهمه په پښین کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او په کورمه کې د نوماندانو پلویانو احتجاجونه کړي دي خو په بر دیر کې د تحریک انصاف پلویانو د خپلو نوماندانو بریا لمانځلې. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

افراسیاب خټک: د ازادو امېدوارانو احتمالي بریا اېسټیبلېشمنټ ته پیغام دی

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د شویو پارلېماني انتخاباتو غیر حتمي نتیجې راروانې دي چې له مخې یې تر اوسه داسې ښکاري چې د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکو خپلواکو نوماندانو ګټلې دي. د هغو ازادو امېدوارانو بریا د انتخاباتي عمل او په راتلونکې کې د وفاقي حکومت جوړېدو په اړه شکونه او اندېښنې پیدا کړې دي. پر دې موضوع مو له سیاستوال او شنونکي افراسیاب خټک سره مرکه کړې ده.

Mashaalradio.com 

د ټولټاکنو غیر حتمي نتیجې: خپلواکو نوماندانو د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ ګټلې دي

په پاکستان کې دا ځل د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو لپاره ټول ۱۷،۸۱۶ کسان نوماندان ول چې لوی شمېر یې خپلواک امېدواران ول. له هغوی څخه یې ډېری د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) سیاستوالان یا د هغه ګوند ملاتړ لرونکي ول

Mashaalradio.com 

په هند کې د ۱۲۹ مسلمانو جوړو ډله ييز ودونه شوي دي

په افغانستان او پاکستان کې به مو ډله ييز ودونه ليدلي يا په اړه اورېدلي وي، خو دا دود په دا وروستيو کې د هند د ګجرات ايالت په احمد اباد کې هم تر سره شوی دی. د فبرورۍ پر څلورمه د ګجرات يوه خيريه بنسټ د ۱۲۹ هغو جوړو د ودودنو انتظام کړی وو چې په اقتصادي توګه بې وزله ول. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.