World News in Pashto
Февраль
2024

Новости за 20.02.2024

Pa.azadiradio.com 

نیومن: د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی به افغانستان ته د نړۍ د پام ساتنې برخه کې مرسته وکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د دوشنبې په ورځ ویلي، د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي ګومارلو لپاره یې هڅې پیل کړي دي. طالبانو د یادې ګومارنې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د یوناما د ځانګړي استازي په شتون کې بل استازي ته اړتیا نه شته. د دې استازي ګومارل څومره مهم دي؟

Mashaalradio.com 

اېن ډي اېم او قبايلي مشرانو پر محسن داوړ د ډزو پرضد جرګه او لاريون کړی دی

ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) او د شمالي وزیرستان ځينو قبيلو پر محسن داوړ او د هغه د ګوند پر نورو غړو د ډزو پرضد په ميرامشا کې جرګه کړې او وروسته يې احتجاجي لاريون کړی دی. جرګې پرېکړه کړې چې د فبرورۍ اتمې د انتخاباتو د نتیجو سمولو او پر محسن داوړ په ډزو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د انصاف تر ورکولو پورې به احتجاج ته دوام ورکوي. ويډيو رپورټ

Mashaalradio.com 

په کنګل ډنډ کې ماهیان څنګه نیول کېږي؟

د چین په شېنجیانګ (سېنکیانګ) کې په هغه ډنډ کې د ماهیانو نیولو کلنۍ مېله روانه ده چې په ژمي کې کنګل کېږي. پر بوسټن نومي هغه ډنډ خلک ګرځي هم او کب نیوونکي پکې دوه سوري کوي چې بیا ورڅخه د لوی جال له لارې ماهیان نیسي. هغې مېلې ته لسګونه زره خلک ورځي چې پکې کلتوري نڅا هم کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.