World News in Pashto
Февраль
2024

Новости за 24.02.2024

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین جګړه دوه کلنه شوه؛ خبریالان د جګړې له ډګره څه وايي؟

نن د روسیې له لوري د اوکراین د اشغال دوهمه کلیزه ده. په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او میلیونونه نور کډوال شوي دي. په دې راپور کې د کرنټ ټایم تلوېزیون د خبریالانو ژوند ته کتنه شوې چې د جګړو له تودو ډګرونو راپورونه ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ شوی دی

د افغانستان په خوست ولایت کې د ښځو لپاره بېل بازار جوړ شوی دی چې پلورونکې او پېرودونکې يې ټولې ښځې دي. په هغه بازار کې دوکاندارانې وايي چې د طالبانو له خوا د بندیزونو له امله ګڼې ښځې تر کوره محدوده پاتې شوې وې خو اوس د هغه بازار له لارې هغوی خپلې اړتياوې پوره کولای شي. طالبانو د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې واک ته تر رسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو، په ټولو غیر دولتي او یو شمیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار او له محرم پرته د هغوی پر سفر بندیزونه لګولي دي.

Pa.azadiradio.com 

مثلث: د پاکستان د نوی حکومت او افغان طالبانو اړیکي به څنګه وي؟

د پاکستان پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز ډلې موافقه وکړه چې نوی ایتلافي حکومت جوړ کړي. دا حکومت په داسې وخت کې جوړیږي چې اسلام اباد افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورنوي او افغان طالبان دا تور ردوي.

Mashaalradio.com 

د سیند اسمبلۍ نویو غړو د خپلې دندې لوړه وکړه

په دوی کې د سیند صوبې پخوانی اعلا وزیر سید مراد علي شاه، فریال تالپور او پخواني صوبایي وزیر شرجیل مېمن په ګډون د پيپلز ګوند ۱۱۴ او د متحده قامي مومنټ (اېم کیو اېم) ۳۶ غړي ول.

Mashaalradio.com 

په خوست کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ شوی دی

د افغانستان په خوست ولایت کې د ښځو لپاره بېل بازار جوړ شوی دی چې پلورونکې او پېرودونکې يې ټولې ښځې دي. په هغه بازار کې دوکاندارانې وايي چې د طالبانو له خوا د بندیزونو له امله ګڼې ښځې تر کوره محدوده پاتې شوې وې خو اوس د هغه بازار له لارې هغوی خپلې اړتياوې پوره کولای شي. طالبانو د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې واک کې تر راتلو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو، په ټولو غیر دولتي او یو شمیر سرکاري ادارو کې د ښځو پر کار او له محرم پرته د هغوی پر سفر بندیزونه لګولي دي. د اسوشېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د مرغانو د پلور بازار پیکه شوی

په کندهار کې د مرغانو د پېر او پلور بازار له بېلابېلو مرغانو ډک دی، خو په دې ورځو کې یې پېرودونکي کم شوي دي. پلورنکي وايي، د بازار د پیکه کېدو لامل د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابوالی دی.