World News in Pashto
Февраль
2024

Новости за 26.02.2024

Mashaalradio.com 

د لومړۍ ښځینه اعلا وزیرې مریم نواز ژوند او سیاست

د پاکستان د پخواني وزیراعظم نوازشریف لور مریم نواز د فبرورۍ پر ۲۶مه د پنجاب اعلا وزیره شوه. هغه د پاکستان په تاریخ کې اولنۍ ښځه ده چې د اعلا وزیرې په توګه یې کار پيل کړ. تر دې وړاندې بینظیر بوټو د پاکستان د وزیراعظمې په څوکۍ دنده کړې ده. د مریم نواز ژوند او سیاسي هلو ځلو په اړه د اې اېف پي، رویټرز، اې پي له ویډیوګانو جوړ راپور.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د اتریش یو وګړی خوشې کړ

د طالبانو حکومت اتریشی ۸۴ کلن هربرت فریتز چې تېره میاشت یې نیولی و، خوشې کړ. د اتریش د بهرنیو چارو وزیر ویلي، فریتز د قطر په منځګړیتوب خوشې شوی دی.

Mashaalradio.com 

طالبانو په خوست کې له رسنیو سره د نجونو پر خبرو بندیز لګولی

یاد مرکز د فبرورۍ پر ۲۴مه وویل چې د طالبانو ولایتي حکومت له راډیوګانو او ټېلېویزیونونو سره د نجونو پر اړیکه نیولو د بندیز تر څنګ د رسنیو مسوولینو ته خبرداری ورکړی دی چې که په خپرونو کې د نجونو ټېلېفونونه واخلي نو احضار او قانوني چلند به ورسره وکړي.

Mashaalradio.com 

د څلور ګوندونو اتحاد په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو ضد په کوټه کې پرلت ختم کړ

د فبرورۍ پر ۱۷مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل، د نيشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د هزاره جمهوري ګوند مشر عبدالخالق هزاره پرلتوالو ته ويناوې وکړې.

Mashaalradio.com 

هرات کې د ښځو لپاره رستوران پرانیستل شوی دی

د افغانستان په هرات ولایت کې یوې ښځې داسې رستوران پرانیستی دی چې یوازې ښځې پکې ډوډۍ خوري. د هرات اوسېدونکې وايي چې بې له وېرې او محدودیته رستوران ته ځي. د رستوران له پرانیستو سره هلته یوشمېر ښځو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.