World News in Pashto
Февраль
2024

Новости за 21.02.2024

Mashaalradio.com 

مسرت قديم وايي د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ډېرې پوښتنې زېږولې دي

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې په پاکستان کې د ټاکنو د څار ناحکومتي ادارې فري اېنډ فېېر الېکشن نېټورک (فافېن) مشره مسرت قديم مېلمنه کړی ده. نوموړی د هغې شبکې له بنسټګرو څخه ده. فافېن په پاکستان انتخاباتي او د پارلېمانې چارې څاري. مسرت قديم وايي چې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ډېرې پوښتنې زېږولې دي ځکه چې پر هغه ورځ د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ تړل شوی وو او د فافېن څارونکي هم د رایې اچونې ډېرو مرکزونو ته نه ول پرېښول شوي. له هغې سره ځانګړې مرکه واورئ.

Mashaalradio.com 

محمود خان اڅکزی وايي د چمن پرلتوالو غوښتنه د قامي اسمبلۍ مخې ته ږدي

په چمن کې ګڼو خلکو د ۲۰۲۳ز اکتوبر پر ۲۱مه تر هغې وروسته احتجاجي ناسته پیل کړه چې د پاکستان لنډمهالي حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره پر ټولو لارو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي.

Mashaalradio.com 

خوست کې له ډاکترانو د تخصص امتحان اخیستل شوی دی

په خوست کې هغو ډاکترانو ازموینه ورکړې ده چې په وروستیو کې یې د تخصص لوړې زده کړې بشپړې کړې وې. په خوست کې ډاکتران وايي، هلته په تېرو دوو لسیزو کې ګڼو روغتیاپالانو په بېلابېلو طبي څانګو کې د تخصص روزنه ترلاسه کړې چې ورسره په ولایت کې د درملنې معیار ښه شوی دی. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د باک اوسیدونکي: د اوبو سرچینې مو مهار کړئ

د خوست د باک اوسیدونکي د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو له کمښته کړیږي او له اړوندو ادارو او موسساتو د یادې سیمې د اوبو د سرچینو د مهارولو غوښتنه کوي. د دوی په وینا، دا ولسوالي د اوبو کافي سرچینې لري، خو بیا هم د اوبو د نشتون له کبله د دوی اکثره ځمکې للمي دي. نجیب الله الوخېل پرې راپور لري.