د پنجاب اسمبلۍ د سپیکر سبطین خان په مشرۍ غونډه د فبرورۍ پر ۲۳مه د پېښور پر وخت د سهار د ۱۰ بجو پر ځای دوه ساعته وروسته پیل شوه چې پکې د صوبې اعلا وزارت څوکۍ ته د مسلم لیګ (ن) نومول شوې سیاستوالې مریم نواز په ګډون د نورو ګوندونو غړو سوګند وکړ.
په دوبۍ کې د افغانستان او د لسګونو نورو هېوادونو د خوراکي توکو نندارتون نن پای ته رسېږي. د متحده عرب اماراتو د دوبۍ ښار له ټولې نړۍ څخه د خوراکي توکو د پنځه ورځني نندارتون شاهد دی. دې نندارتون د افغانستان د وچې مېوې د صادرولو لپاره هم فرصت برابر کړی ترڅو ورته بازارموندنه ورته وشي.
په پاکستان کې ډېری خلک له بېروزګارۍ او ګرانۍ شکایت کوي خو په ودونو کې د بېلابېلو مراسمو لګښتونه تر پخوا زیات شوي دي. په هغه هېواد کې د ناوې د جامو بیه تر لکونو روپیو رسېدلې او ډېری ودونه په تالارونو کې کېږي چې پکې سلګونه مېلمانه بېلابېل ډول خواړه خوري چې خورا زیات خرڅ ورباندې راځي. په دې اړه تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.