World News in Pashto
Август
2019

Новости за 31.08.2019

Pa.azadiradio.com 

په کندز ښار کې یوې چاودنې ۱۰ تنه ووژل او ۵ ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په خپل یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې نن شنبه د سنبلې په ۹مه د کندز ښار څلورلاري کې په داسې حال کې چې د دغه ولایت امنیه قوماندان له رسنیو سره خبرې کولې، یوه چاودنه وشوه چې ۱۰ تنه یې ووژل. په دې اړه د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې دغه چاودنه نن ماښام شااوخوا ۶ بجې وشوه، تر دې دمه یې د نوعیت په اړه معلومات نشته خو د امنیه قوماندان په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي دي. د یو شمېر راپورونو پر بنسټ، په دغه پېښه کې ځینو سیمه ییزو خبریالانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اکبر ایازي د فاتحې او درناوي مراسم

یو شمېر چارواکو او د رسنیو کارکوونکو نن شنبه د اکبر ایازي د فاتحې او درناوي مراسم پرځای کړل. دوی د اکبر ایازي مړینه لویه ضایعه وبلله. په دې اړه نور حال د تمیم اخګر په راپور کې

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې جکړه او د خلکو اندېښنې

د کندز اوسېدونکي وایي چې د ښار په شااوخوا ځنډو کې لا هم ډزې روانې او ځينې نږدې سیمې د طالبانو لاسته لوېدلي دي. بل خوا سیمه ییز چارواکي وایي چې وضعیت د افغان ځواکونو په لاس کې دی او مهمو سیمو کې یې ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. نور جزیات د اجمل ارین په راپور کې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند له خبریالانو بښنه وغوښته

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د هغه څه له امله چې خبریالان یې د ځان په اړه سپکاوی بولي، د افغان ولسمشر د ویاند په حضور کې له خبریالانو رسمي بښنه وغوښته. روح الله احمدزي چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز یې په کندز کې د طالبانو د ډله ییز برید په اړه معلومات ورکول، خبریالانو ته په تنده لهجه وویل چې د طالبانو تلفان نه وینئ او نه یې اورئ. روح الله احمدزی چې نن په یوه کنفرانس د یوه خبریال پوښتنې په غوصه کړ، په قهرجنه لهجه یې خبریال ته د ړوند او کوڼ خطاب وکړ چې په دې توګه خبریالان ناراضه او مطبوعاتي غونډه ګډه وډه شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره ښځینه افغان لوبډله له نوي ډهلي سره لوبېږي

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره ښځینه لوبډله د سبروټو کپ سیالیو په لړ کې نن د نوي ډهلي د فوټبال ښځینه لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. افغان ښځینه لوبډلې له دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې تېره ورځ د هند د چندیګړ لوبډلې ته ۳ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د هندوستان د پوهنې وزارت له خوا هرکال د ۳۲ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي. د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله له تېرو څو کلونو راهیسې په سوبروټو کپ سیالیو کې ګډون کوي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بنګله دېش ته رسېدلې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې د ټېسټ سیالۍ لپاره دغه هېواد ته رسېدلې ده. افغان لوبډلې دغې سیالۍ لپاره يوه اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې تمرینات کړي او ټاکل شوې چې په بنګله دېش کې هم يو لړ تیارۍ وکړي. د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دغه ټېسټ لوبه د بنګله دېش په کوربه توب د سپټمبر له پنځمې د همدې میاشتې تر ۹مې نېټې پورې ترسره کېږي. دواړه هېوادونه له دې وړاندې په شل اوریزو او يو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شوي، خو په ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه کې بیا د لومړي ځل لپاره مخامخ کېږي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

جمرود کې د بېړنۍ مرستې مرکز پرانیستل شو

په ناڅاپي پېښو کې د بېړنۍ مرستې لپاره د ریسکیو ۱۱۲۲ په نوم د ژغورنې مرکز د خېبر په جمرود کې پرانیستل شوی دی. د خېبر پښتونخوا صوبایی حکومت وایي په ټولو قبایلي ضلعو کې به دا دول مرکزونه پرانيزي. نور حال د فرهاد شينواري په ويډيويي راپور کې واورئ.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په کندهار او زابل کې تېره شپه ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي

ځایي چارواکي وایي چې په کندهار او زابل کې تېره شپه د وسله والو طالبانو درې لوی بريدونه پر شا تمبول شوي دي. وسله والو طالبانو دغه بريدونه د کندهار په خاکرېز او د زابل په اټغر او دايچوپان ولسوالیو کې ترسره کړي دي. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال ازادي راډيو ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ډله یيزه توګه د زابل په اټغر او دایچوپان ولسوالیو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول. سيال وایي، له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور يې ژوبل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرخط: امریکا له طالبانو سره لوبه کوي

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکايي استازو او طالب پلاوي ترمنځ د سولې په مذاکراتو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي : د کندز پر ښار د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

ځایي چارواکي وایي چې د کندز پر ښار د وسله والو طالبانو د تېرې شپې برید پر شا تمبول شوی.  د چارواکو په خبره چې د کندز ښار پر امنیتي پوستو له څو خواوو د وسله والو طالبانو پیل شوی برید د شپې له یوې نیمې بجې پیل او تر ۴نیمو یې دوام وکړ. د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډيو ته وویل چې برید پر شا تمبول شوی او او په سیمه کې تازه دمي ځواکونه ځای پرځای شوي.  وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. اخوا وسله وال طالبان د کندز ښار په برید کې د امنیتي پوستو د نیولو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولایت کې یو امریکایي عسکر وژل شوی

د امریکا د متحدو ایالاتو یو عسکر په افغانستان کې ووژل شو. په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کې چې پرون جمعه د اګست په دېرشمه خپور شوی، ویل شوي چې یو عسکر د پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په وخت کې وژل شوی دی. د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې اړه نور جزیات نه دي څرګند کړي. خو نیوزویک مجلې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په حواله ویلي چې وژل شوی عسکر د امریکا د سپېشل فورس یا ځانګړو ځواکونو غړی و. د پنټاګون یوې سرچینې نیوزویک ته ویلي چې عسکر په زابل کې وژل شوی دی. تېره اوونۍ هم دوه امریکايي عسکر په فاریاب کې ووژل شول. Читать дальше...