World News in Pashto
Апрель
2024

Новости за 01.04.2024

Mashaalradio.com 

نرښځیان وایي په روژه او اختر کې ورته خپل کور ډېر یادېږي

د خیبر پښتونخوا په مردان کې نرښځیان وایي، خپلوان ورسره په ټول کال رابطه نه کوي خو د روژې په میاشت کې ورته خپله کورنۍ او خپلوان ډېر یادیږي. نرښځیان وایي، له خپلې کورنۍ د لېرې والي له وجې له خپلو ملګرو سره یوځای روژه ماتی کوي او اخترونه نمانځي. دا چې د نرښځیانو روژه ماتی څنګه وي؟ په دې ویډیویي رپورټ کې یې وګورئ

Mashaalradio.com 

روسیه کې سفیرانو د خونړي برید ښکار شويو په یاد کې ګلان ايښي دي

روسي چارواکي وايي چې په داغستان کې یې د ترهګرۍ په تړاو درې مشکوک کسان نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۳۰مه د ګڼو هېوادونو سفیرانو له مسکو سره نېږدې پر یو تالار په خونړي برید کې د وژل شویو په یاد کې ګلان کښېښوول. په هغه حمله کې ۱۴۴ کسان وژل شوي ول او ذمه واري یې د اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه. په مسکو کې د امریکا سفیرې ویلي دي چې هېواد یې له روسیې سره په پلټنو کې مرستې ته تیار دی. د بېلابېلو اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

Mashaalradio.com 

تحریک انصاف د عمران خان خوشې کولو او عدالتونو د ازادۍ لپاره مظاهرې کړې دي

پاکستان تحریک انصاف د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې د مارچ پر ۳۱مه مظاهرې کړي دي. دوی د خپل مشر عمران خان او د ګوند د نورو غړو د خوشې کېدو غوښتنه کوله. مظاهره چیانو د عدالتونو د ازادۍ شعارونه هم ورکول. د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاج کونکیو ته په ویناوو کې د ګوند مشرانو وویل چې د عمران خان او نورو غړو تر خوشې کېدو او د اسلام اباد های کورټ د شپږو قاضیانو سپریم کورټ ته د خط تر کره پلټنو به احتجاجونو ته دوام ورکوي. ویډیویي رپورټ

Mashaalradio.com 

د شانګلې شاعر فضل رحيم لوهار ۹ کتابونه ليکلي دي

د خيبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې د شاه پور کلي اوسېدونکي شاعر فضل رحيم لوهار نهه کتابونو ليکلي دي. نوموړی وايي چې په ماشوموالي کې يې له ولسي شاعرۍ څخه الهام اخيستی او بيا يې خپله په شعر ويلو پيل کړی دی. ويډيويي مرکه.