World News in Pashto
Апрель
2024

Новости за 20.04.2024

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو د سېلابونو له کبله لسګونه کسان مړه شوي

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو د طالبانو د دولت وزارت د نږدې ۳۰ کسانو مړینه تایید کړه. ډېری زیانونه په غزني، پکتیا، جوزجان، غور، فراه، نیمروز، سمنګان، پران، هرات، هلمند او ننګرهار کې اوښتي دي.

Pa.azadiradio.com 

مثلث: په افغانستان او پاکستان کې وروستي سیلونه

- څرنګه د سیلونو مخنیوی کیدای شي؟ - خلک څه کولی شي چې ځانونه وساتي؟ - په افغانستان او پاکستان کې چې وچکالي ځپلي دي، د سیل له اوبو استفاده کیدای شي؟ په دې بحث کې د دې سوالونو د ځوابونو د موندلو لټه کوو.

Mashaalradio.com 

د بلوچستان حکومت ۱۴ کسيزې کابینې لوړه کړې ده

د اپریل پر ۱۹مه، په ګورنر هاوس کې د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ د صوبايي کابینې د ۱۴ غړیو څخه سوګند واخیسته. په کابینه کې یوه میرمنه، ۳ پښتانه او ۱۱ بلوڅ وزیران شامل دي.

Mashaalradio.com 

د کراچۍ پولیسو پر جاپانیانو د برید په تور ځینې کسان نیولي دي

د کراچۍ پولیسو او د ترهګرۍ ضد پولیسو(سي ټي ډي) د اپرېل پر ۲۰مه، د نومونو پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ځینې مشکوک کسان یې نیولي دي او پلټنې یې ورڅخه پيل کړي دي. پولیسو په دې اړه نور مالومات ور نه کړل.

Mashaalradio.com 

یزیدیانو د عراق په کردستان کې خپل نوی کال لمانځلی دی

یزیدیان د اپرېل په نیمايي کې خپل نوی کال لمانځي. سږ کال هم د نوي کال مراسم د عراق د کورواکه کردستان سيمې په لالش دره سيمه کې د اپرېل ۱۵مې پر ماښام پیل شول چې د اپرېل تر ۱۶مې يې دوام وکړ. په یزیدي دین کې د زردشتیانو، عیسویانو، یهودانو او مسلمانانو یوشمېر مشترک عقاید شامل دي. د فرانس پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.