World News in Pashto
Апрель
2024

Новости за 07.04.2024

Mashaalradio.com 

په لاهور او کراچۍ کې مذهبي لږکیان مسلمانانو ته روژه ماتی برابروي

د کراچۍ د اورګاډو په تمځای کېنټ سټیشن کې د هیندوانو ټولنه او د لاهور په لیبرټي مارکیټ کې یو سیک وګړی د روژې په میاشت کې مسلمانانو ته روژه ماتې برابروي. د روژه ماتې تابیا کونکي وایي هره ورځ له ۵۰۰ تر ۶۰۰ روژه دارو کارګرانو ته خوراک څښاک ورکوي او په دې توګه د بېلا بېلو دینونو د منونکو ترمینځ د فاصلې کمول غواړي. تفصیل په دې ویډیو کې.

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت پر چینايي انجینرانو د وروستي برید په تړاو د ۵ امنیتي چارواکو دندې ځنډولې دي

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د اپرېل پر شپږمه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې وزیراعظم میا شهباز شریف دا پرېکړه د هغې پېښې په اړه د پلټنیزې ډلې د رپورټ پر اساس کړې ده.

Mashaalradio.com 

په پېښور کې مزدوران وايي ګرانۍ زښت ځپلي دي

د پاکستان د شماریاتو ادارې د اپرېل لومړۍ اوونۍ په رپورټ کې ویلي دي چې په هغه هېواد کې د ګرانۍ سطح تر ۳۰ فیصده لوړه شوې ده. اداره وايي چې په تېره اوونۍ کې ۱۶ خوراکي توکي ګران شوي دي. په پېښور کې ورځنۍ مزدوري یا دېهاړي کوونکي وايي چې ګرانۍ یې ژوند زښت اغېزمن کړی دی. دوی وايي، کاري موقعې هم کمې شوې دي چې له وجې یې اکثر د کورنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره پور اخلي. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

افغانستان کې ۱۰ سلنه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار دي

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د غذاییت او خوړو د کمښت له وجې ګڼ ماشومان ناروغه کېږي. هغه سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې د تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۱۰ سلنه ماشومان خوارځواکي دي. په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد خراب شوی او ورسره نړیوالې مرستې کمې شوې دي چې له کبله یې هلته بې روزګاري او بې وزلي زیاته شوې ده. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.