World News in Pashto
Апрель
2024

Новости за 04.04.2024

Mashaalradio.com 

د مسکو په برید د تورن یو تن کورنۍ څه وايي؟

د روسیې چارواکو د مارچ پر ۲۲مه له پلازمېنې مسکو سره نېږدې تر کنسرټ مخکې پر تالار د برید په تړاو یوشمېر کسان نیولي دي چې ورڅخه یې څلور د تاجکستان وګړي دي. یو عدالت هغه څلور واړه کسان تورن کړي دي. د یو تورن دلېرجان مرزایېف پلار وايي چې زوی یې تر پېښې دوه ورځې مخکې کور ته ټېلېفون کړی وو او ویلي یې ول چې هېواد ته ستنېږي. په هغه برید کې ۱۴۴ تنه وژل شوي ول او ذمه واري یې اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه. په دې اړه د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

زر محمد زرو وايي ۴۸ پښتو فلمونو ته يې موسيقي جوړه کړې ده

د دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی هارمونيیم غږوونکی او موسيقار زر محمد زرو دی. نوموړي ګڼو پښتنو سندرغاړو او داراز پښتو فلمونو ته سندرې جوړې کړې دي. دی البته له پښتنو فلمسازانو ګيله من دی چې د سندرو د ویډيو کولو په برخه کې پښتني او اخلاقي ارزښتونه په پام کې نه نيسي. د زر محمد زرو خبرې او جوړې کړې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

Mashaalradio.com 

فدا عدیل وايي وفاق باید د امنیت په برخه کې له خیبر پښتونخوا سره پوره مرسته وکړي

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبريال او شنونکی فدا عديل مېلمه کړی دی. نوموړی د خیبر پښتونخوا د بنو دی او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په پېښور کې خبریالي کوي. عدیل اوسمهال د میدان ورځپاڼې مدیر دی. دی وايي، د پاکستان د وفاق او خیبر پښتونخوا ترمینځ د وسایلو د پیسو د ورکړې موضوع لپاره جدي اقدامات په کار دي. دی وايي، اوسمهال د خیبر پښتونخوا تر ټولو لویه مسله امنیت ده چې د هواري لپاره ورسره وفاقي حکومت باید پوره مرسته وکړي. بشپړه مرکه واورئ.

Mashaalradio.com 

انتخاباتي کمېشن وايي د اپرېل پر ۲۱مه د قامي او صوبايي اسمبلیو پر ۲۳ حلقو ضمني انتخابات کوي

انتخاباتي کمېشن وايي چې ضمني انتخابات د قامي اسمبلۍ پر شپږو، د پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر ۱۲، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر دوو، دوو او سیند صوبايي اسمبلۍ پر یوې حلقې کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د مسکو د برید د یوه تورن کس مور: زوی مې بې ګناه دی

د مسکو د یوه کنسرت پر سالون د شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د برید د تورن دلیرجان میرزایف مور وايي، زوی یې بې ګناه دی. د تاجکستان د رودکي ناحیې اوسېدونکې ګل رکعت میرزایوا وايي، زوی یې له دې پېښې څو ورځې مخکې خبرې وکړې چې کور ته به بېرته ستنېږي. په مسکو کې د کنسرت پر سالون د برید له کبله ۱۴۰ کسان ووژل شول.

Mashaalradio.com 

خوست کې زرګونو کسانو د "یووالي روژه ماتی" کړی دی

د اپرېل پر دویمه د خوست ګڼو اوسېدونکو د ځوانانو په نهم ګډ روژه ماتي کې ګډون وکړ. هغه فعالان دې ته د "یووالي روژه ماتی" وايي او موخه یې د همکارۍ د روحیې پیاوړتیا او ولس ته د ښه راتلونکې هیلې ورکول دي. ځوانان وايي چې د یووالي په لومړي روژه ماتي کې شاوخوا ۳۰ کسانو ګډون کړی وو او سږ کال یې د ۱۰،۰۰۰ کسانو لپاره خواړه تیار کړي ول. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان: له پاکستانه د لکونو اسناد لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه د هغوی ژوند خطر کې اچوي

مشال راډيو د پاکستان د حکومت هغه اعلاميې تر لاسه کړي چې پکې پوليسو او د قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکو ته ويل شوي دي چې د هغو اسناد لرونکو افغان کډوالو او د هغوی د استوګنځايونو په اړه معلومات ورغونډ کړي چې افغان سېټېزن کارډ (اې سي سي) لري.

Mashaalradio.com 

عراقیان د خپل لرغوني کلتور ساتنه څنګه کوي؟

په بغداد کې د عراق موزیم د پخوانیو کلتورونو د ژوندي ساتلو او نړۍ ته د هیواد د کلتوري میراث ښودلو لپاره د یوې میلې تابیا کړی وه. په دې فیسټیوال کې د یوې فیشن شو د لارې د عراق دودیز لباسونه نندارې ته وړاندی شول. د دې تر څنګ د مېلمنو لپاره د موزیم دننه معلوماتي غونډې وشوی او ماشومانو د روژې په بیلا بیلو لوبو کې برخه واخیسته. دا مراسم د عراق د کلتور او لرغونو اثارو د وزارت لخوا د عراق د فیشن ماڼۍ او د بشري پراختیا لپاره د الشمخ سازمان سره په همغږۍ کې جوړه شوې وه. په دغه اړه د اې پي خبري اژانس راپور:

Mashaalradio.com 

حکومت وايي د کارډ لرونکو افغان کډوالو سروې روانه ده

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې حکومت د افغان سېټېزن یا وګړیتوب کارډونو لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه خبرونه یوازې ګنګوسې دي. د وزارت ویاند لطیف الرحمان د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په ټوله صوبه کې د افغان سېټېزن کارډونو لرونکو سروې روانه ده چې موخه یې د هغوی کره شمېر معلومول دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې یوشمېر رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې پکې راغلي چې حکومت د اپرېل تر نیمايي وروسته د اسناد لرونکو کډوالو د ایستلو عمل په اړه غونډه کوي. Читать дальше...