World News in Pashto
Апрель
2024

Новости за 17.04.2024

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ژېړې بوشکې د افغانستان د کورنيو توليداتو نندارتون کې

ژېړې بشکې چې طالبانو د تېر نظام پر مهال له هغې د ماينونو او چاودېدونکو توکو په توګه استفاده کوله، اوس د افغانستان د کورنيو توليداتو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه نندارتون په پروان کې پيل شوی او درې ورځې به دوام وکړي.

Mashaalradio.com 

خیبر پښتونخوا کې بارانونو او سېلابونو زیانونه اړولي دي

په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له وجې د وژل شویو شمېر ۳۲ ته لوړ شوی دی. چارواکي وایي، په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې ۴۲ تنه ژوبل شوي هم دي، او ودانیو، کورونو او فصلونو ته زیان اوښتی دی. په بېلابېلو ځایونو کې اغېزمن خلک د مرستو غوښتنه کوي او حکومت وايي چې د ۱۲ سختو ځپل شویو ضلعو انتظامیو ته یې پیسې ورکړې دي. ویډيويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت وايي اېکس شبکې یې اندېښنې ځواب نه کړې نو ځکه یې ورباندې بندیز ولګاوه

وزارت پر اېکس د محدودیتونو پرضد د دراخوست اورېدنې پر مهال په رپورټ کې د چا نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې ځینو "ورانکارو اېکس شبکه د امن و امان زیانمنولو او بې ثباتۍ لپاره" کاروله.

Mashaalradio.com 

روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینونه پیل کړي دي

د روسيې د دفاع وزارت وايي چې په تمرينونو کې یې په تاجکستان کې د ځواکونو د ۲۰۱ اډې سرتېري، غرنیز واحدونه یا یونټونه، زغره وال، توپخانې، کشفي واحدونه، د جنګي هېلېکاپټرونو او ټرانسپورټي چارو سرتېري برخه اخلي.

Mashaalradio.com 

پاکستان کې سېکان د وېساکۍ جشن لمانځي

د نړۍ سېکان هر کال په اپرېل کې د هندوانو د جنترۍ (کیلېنډر) د وېساکۍ میاشتې په پیلېدو جشن لمانځي. وېساکۍ ته د بېساکۍ مېله او جشن هم ویل کېږي. د دې جشن لمانځلو لپاره سږ کال هم د پاکستان د پنجاب په حسن ابدال کې د پنجه صاحب ګوردوارې ته زرګونه سېکان ورغلي دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.