World News in Pashto
Апрель
2024

Новости за 12.04.2024

Mashaalradio.com 

کارپوهان: پاکستان کې د مذهبي لږکیو کم عمره نجونه د جبري ودونو له خطر سره مخامخې دي

په جینیوا کې د هغې ادارې کارپوهانو د اپرېل پر ۱۱مه په بیان کې ویلې دي چې هندوې او عیسوۍ نجونه په ځانګړي ډول په جبري ډول د مذهب بدلولو، تښتولو، قاچاق، د جبري او کم عمرۍ ودونو، کورني خدمت او غلامۍ او جنسي تشدد له ګواښونو سره مخامخې دي.

Mashaalradio.com 

د شانګلې اوسېدونکي وايي حکومت یې د سیمې پرمختګ ته پام نه کوي

د خیبر پښتونخوا شانګله د طبیعي یا قدرتي ښکلا او زېرمو لپاره نوم لري خو ډېری اوسېدونکي یې د بې وزلۍ له وجې د پاکستان په لیرې پرتو سیمو کې د سکرو په کانونو کې کار ته اړ دي. له هغو څخه یې ګڼ مزدوران په کانونو کې د پېښو له وجې وژل شوي او یا هم معذوره شوي دي. د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل، د همدې له وجې د ځینو مزدورانو بچي او کونډې خیر غوښتو ته اړ دي. دوی وايي، حکومت یې د سیمې د بې وزلۍ ختمولو او پرمختیا لپاره د پام وړ کار نه دی کړی. په دې رپورټ کې د شانګلې د شاه پور کلي دوو اوسېدونکو بلال انګار او فضل رحیم لوهار څرګندونې اورېدای شئ.

Mashaalradio.com 

ګیورګیېوا: پاکستان له ای اېم اېف سره د ۳ اربه ډالرو د پور په اړه تعقیبي خبرې مخ ته وړي

ګیورګیېوا د اپرېل پر ۱۱مه په واشنګټن کې وویل چې پاکستان له ای اېم اېف سره اوسنی پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ کړی او اوس يې له هغې ادارې سره "احتمالي تعقیبي پروګرام ته مخه کړې ده."

Mashaalradio.com 

د هرات زلزله ځپلي ماشومان خیمو کې زده کړې کوي

د افغانستان په هرات ولایت کې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې له زلزلې څه باندې شپږ میاشتې تېرې شوې خو د ښوونځیو ودانۍ لا هم نه دي رغول شوي. د هرات اوسېدونکي وايي چې بچي یې په خیمو او یا تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. په هغه ولایت کې په زلزله کې شاوخوا ۳۰۰ ښوونځي ړنګ یا اغېزمن شوي ول. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.