World News in Pashto
Апрель
2024

Новости за 05.04.2024

Pa.azadiradio.com 

یو ماشوم د بریتانیا صدراعظم په کرکټ کې اوټ کړ

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک په یوه خیریه پروګرام کې په لندن کې له ماشومانو سره کرکټ وکړ او د یوه ماشوم له لوري اوټ یا وسوځول شو. د دې پروګرام هدف د بریتانیا کرکټ لوبډلو ته د څه باندې یو میلیون ځوانانو جذبېدل دي. بریتانیا غواړي ۴۴ میلیونه نور ډالر د کرکټ په زېربناوو ولګوي.

Mashaalradio.com 

د بلوچستان حکومتي کابینه لا ولې نه ده جوړه شوې؟

په بلوچستان کې دا وخت پاکستان پیپلز ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن)، بلوچستان عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند په حکومت کې شریک دي. تر دې وړاندې هغه حکومتونه زياتره وخت د خپل واک تر مودې بشپړه کېدو وړاندې مات شوي‌ چې بېلا بېلو ګوندونو په شريکه جوړ کړي ول.

Mashaalradio.com 

په بنګلا دېش کې نرښځیان خپل جومات لري

په بنګلا دېش کې د نرښځیانو لپاره بېل جومات جوړ شوی دی. په مېمن سېنګ سیمه کې دا جومات په سرکاري مځکه جوړ شوی خو د جوړېدو لپاره یې نرښځیانو خپله پېسې راغونډې کړې وې. نرښځیان وايي چې ځايي خلکو به پخوا د سیمې جومات ته د عبادت لپاره نه پرېښودل او ورسره به ډیر توپيري چلند کېده خو اوس د دې جومات جوړېدو سره یې دا ستونزه حل شوې ده. نور تفصیل د فرانس پریس اژانس په دې ویډیويي راپور کې.