World News in Pashto
Апрель
2024

Новости за 13.04.2024

Mashaalradio.com 

حکومت مخالفه اتحاد: هېچا ته د اساسي قانون د سرغړونې اجازه نه ورکوو

د اپرېل پر ۱۳مه په پښین کې د ولسي غونډې پر مهال د حکومت مخالفه شپږ ګوندیزه اتحاد مشرانو ویلي چې د هرهغه چا پر ضد به درېږي چې د پاکستان د ایین یا اساسي قانون سرغړونه کوي او يا زيان ورته رسوي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ هغه ايتلاف غوښتنه وکړه چې د اتمې فبرورۍ د انتخاباتو نتیجې دې د انتخاباتي کمېشن د ۴۵م فارم پر اساس اعلان شي او په چمن کې دې پر ډیورنډ کرښه د پاسپورټ او وېزې شرط لازمي کولو پرضد د روان پرلت غوښتنې ومنل شي. ويډيو رپورټ

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو نوې لړۍ پیلېږي

له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو د ایستلو لپاره د دې هېواد د حکومت ضرب‌الاجل په پای ته رسېدو دی. د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې ویلي، پاکستان ۸۵۰زره افغان کډوالو ته چې د اې‌سي‌سي ACC یا افغان تابعیت کارتونه لري، د اپرېل تر ۱۵مې وخت ورکړی څو په داوطلبانه توګه له پاکستانه ووځي کنه وبه ایستل شي.

Mashaalradio.com 

مصدق عزيز وايي عدليې غيرجمهوري قوتونه ته اييني تحفظ ورکړی دی

دا اوونۍ راسره په مشال مرکه کې د اسلام اباد های کورټ وکيل مصدق عزيز خټک مېلمه دی. مصدق خټک وايي، په پاکستان کې عدليه ډېری وخت غيرجمهوري قوتونو ته اييني تحفظ ورکوي. نوموړی وايي، عدلیې له پکار دي چې له ایین سره ودرېږي. هغه دا هم وویل چې د اسلام اباد های کورټ له پکار دي چې د شپږو ججانو لخوا د هغو دعوو په اړه چې په کې استخباراتي ادارې یې په کار کې په لاسوهنه تورنې کړي وي، داسي پرېکړه وکړي چې مثال جوړ شي. ده زیاته کړه چې له عدليي سره دا يوه ښه موقع ده چې د ادارو د کار چوکاټ معلوم کړي. بشپړه مرکه واورئ.

Mashaalradio.com 

اسيا کې د غاټول ګلونو تر ټولو لوی باغ

اسيا کې د غاټول (خاټول) ګلونو تر ټولو لوی باغ د هند تر انتظام لاندې کشمیر له سرینګر ښار سره نېږې د زبرون غرونو په لمن کې دی. دا باغ د لندن د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې هم شامل کړل شوی دی. د دې باغ لېدو ته د هندیانو تر څنګ له بهر هېوادونو سيلانیان هم ورځي او وايي چې دا سیمه په ښکلا کې له سوېټزرلينډ څخه کمه نه ده. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ شوی راپور دلته وګورئ.