World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 03.01.2024

Pa.azadiradio.com 

د کابل له چاپېریالي ککړتیا شکایتونه

د ژمي له را رسېدو سره، په کابل کې خلک د ناروغیو زیاتیدو ته اندېښمن دي. د طالبانو د حکومت چارواکي وچکالي، فقر، بېوزلي او د سمو سون توکیو نه موجودیت د هوا د ډېرې ککړتیا لاملونه بولي.

Mashaalradio.com 

په ۲۰۲۳ز کال کې په قبايلي سيمو کې څه تېر شول؟

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو دا ځل د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمې څېړلې دي. دا چې په ۲۰۲۳ز کال کې په قبايلي سيمو کې د امنيت، اقتصاد او سياست له پلوه کوم پرمختګونه وشول او په ۲۰۲۴ز کال کې څه امکانات شته؟ په دې اړه تفصیل په ویډیويي بحث کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

پاکستان کې نرښځیان وایي په انتخاباتو کې له برخې اخیستو محرومه شوي دي

په کراچۍ کې د خبريالانو په مرکز کې د نرښځیانو ټولنې مشرانو د جنورۍ پر دويمه په خبري غونډه کې وویل چې د عدالت د فیصلې په رڼا کې د نرښځيانو د خوندیتوب په اړه د ۲۰۱۸ز کال قانون بېرته اخیستل شوی دی چې له امله یې دوی انتخاباتو ته نه شي درېدای او د ووټ اچولو اجازه هم نه لري.