World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 21.01.2024

Mashaalradio.com 

لیزا کرټس: واشنګټن د ایران او پاکستان ترمینځ د ترینګلتیا زیاتېدل نه غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو د تګلارې او ملي امنیت چارو پوهه لیزا کرټس وايي، واشنګټن د تهران او اسلام اباد ترمینځ ترینګلتیا اندېښمن کړی دی او نه غواړي چې حالات له کنټروله وځي او ترینګلتیا زیاته شي. نوموړې دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د جنورۍ پر ۱۶مه ایران د پاکستان پر خاوره برید وکړ او و یې ویل چې د وسلوالو پټنځایونه یې په نښه کړي دي. د پاکستان حکومت د جنورۍ پر ۱۸مه د ایران په سیستان – بلوچستان کې د وسلوالو پر مرکزونو د برید خبر ورکړ. د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریال افتخار حسین له لیزا کرټس سره مرکه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

چمن کې شاوخوا ۵۰ پرلتوالو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی

د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې د شاوخوا زرو ماشومانو قالین اوبدل

د شمېرو له مخې، یوازې د بغلان ولایت په قالین اوبدونکو ځایونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ ماشومان په دغه درانه کار بوخت دي. د لوږې او فقر له پراختیا سره، ډوډۍ ګټونکي ماشومان له لا نورو ستونزو سره مخامخ دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان تر نیمایي زیات خلک بشري مرستو ته اړ دي.

Mashaalradio.com 

پولیس وايي کراچۍ کې یې د ایران پلوې زینبیون ملېشې غړی نیولی دی

د سي ټي ډي د کراچۍ مشر خرم وارث مشال راډیو ته وویل چې نوموړی په ایران کې روزل شوی وو. "سید محمد مهدي پاکستانی وګړی دی خو تربیت یې له ګاونډي هېواده ترلاسه کړی دی، د زینبیون برېګېډ غړی دی، په کراچۍ کې پر مفتي تقي عثماني د حملې په ګډون په ډېرو بریدونو کې ککړ دی."

Mashaalradio.com 

په پښين کې د لاندي غوښه په بازارونو کې پلورل کېږي

لاندی د پښتنو دودیز خوراک دی او په سړو سیمو کې پښتانه یې په ژمي کې زیات پخوي. لاندی د مودو راهیسې په کورونو کې جوړېږي خو د پښین یارو او سرانانو په بازارونو کې اوس خرڅیږي هم. د دې سیمې قصابان وایي د لاندي غوښو لپاره د شینواري په نامه پسونه له افغانستانه راولي. هغه وایي اوس زیاتره خلک په کورونو کې لاندی نه کوي ځکه چې پسونه ګران دي او خلک یې د اخیستو توان نه لري نو ځکه یې زیاتره خلک د کیلو په حساب ترې اخلي. د لاندي غوښه په دې ورځو کې یوه کیلو په ۳۲۰۰ کلدارې خرڅیږي او زیاتره خلک یې د سوغات په ډول خپلو خپلوانو او ملګرو ته ورکوي. Читать дальше...