World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 26.01.2024

Mashaalradio.com 

ماهرنګ بلوڅه وايي د ورکو بلوڅانو تر موندلو پورې مبارزې ته دوام ورکوي

په کوټه کې د بلوڅ پرلتوالو هرکلي ته ګڼ خلک ورغلي ول چې ورته بلوڅې په وینا کې وویل چې د جنورۍ پر ۲۷مه د ښار په شاهواني لوبغالي کې جلسه کوي او د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره به خپله راتلونکې تګلاره اعلانوي.

Mashaalradio.com 

د انصاف نړیوال عدالت: اسراییل دې غزه کې د توکموژنې مخنیوي لپاره اقدامات وکړي

د عدالت مشرې قاضیې جون ډاناګیو د امر اورولو پر مهال وویل چې اسراییل باید په سیمه کې په "بیړني ډول د اړینو اساسي خدماتو او بشري مرستو رسولو لپاره سمدستي او موثره اقدامات وکړي چې د ژوند د هغو سختو او منفي شرایطو ستونزه هواره شي چې فلسطینیان ورسره مخامخ دي."

Mashaalradio.com 

د پېرو هېواد فعالانو ولې په ونه کې ښوونځی جوړ کړی؟

په لاتیني امریکايي هېواد پېرو کې فعالانو په ځنګلونو کې مېشتو سیمو لپاره په یوه لوړه ونه کې ښوونځی پرانیستی دی چې د ځمکې له سطحې ۳۲ میټره اوچت دی. په هغه سیمه کې خلک د ژوند اساسي اسانتیاوې نه لري. ماشومان او بالغان په هغه سکول کې نارسمي تعلیم ترلاسه کوي. خو دا چې فعالانو هغه سکول د ځمکې پر ځای په ونه کې ولې جوړ کړ، ځواب یې د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې درکوو.