World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 24.01.2024

Mashaalradio.com 

خیبر کې انتخاباتي هلې ځلې څنګه روانې دي؟

په کرښې پر غاړه خپرونه کې مو دا ځل د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو پر کیمېن او نورو تیاریو خبرې کړې دي. په خیبر ضلع کې یوشمېر نوماندان د قامي اسمبلۍ د یوې او د صوبايي اسمبلۍ درو څوکیو لپاره له یو بل سره مقابله کوي. بشپړه خپرونه واورئ.

Mashaalradio.com 

ضمیر کابلوف: راتلونکې اوونۍ مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه کېږي

کابلوف وايي، د دې ناستې هدف د یوه پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت د تشکیل په هدف له طالبانو سره تعامل او له مخدره موادو او ترهګرۍ سره مبارزه ده. خو د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د غونډې د کره نېټې په اړه څه نه دي ويلي او د طالبانو د حکومت استازي هم نه دي وربلل شوي.

Mashaalradio.com 

پاکستان کې انتخاباتي کیمپېن ولې کمرنګی دی؟

په پاکستان کې د روان ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې اعلان شوې دي او ګوندونو د رایو ترلاسه کولو لپاره کیمپېن پیل کړی دی، خو د پخوانيو انتخاباتو پرتله دا ځل کیمپېن کمرنګی برېښي. د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره د دې پر لاملونو بحث شوی دی.