World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 29.01.2024

Mashaalradio.com 

په تریخي کې ډبرې ولې جوړېږي؟

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن په تریخي کې د ډبرو پر جوړېدو، د دې پر علاماتو، تشخیص او درملنې مفصل بحث لرو. په خپرونه کې خبرېږئ چې تریخی څه کار کوي او ولې پکې کاڼي جوړېږي. له دې پرته اورئ چې په کوم صورت کې د تریخي د جراحۍ اړتیا وي او په کومو صورتونو کې یې نه وي. بشپړه خپرونه واورئ.

Mashaalradio.com 

پي ټي اېم پر ګرفتاریو سربېره لاهور کې مظاهره کړې ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعالانو په لاهور کې د خپل مشر منظور پشتین د خوشې کولو لپاره مظاهره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې پولیسو د جنورۍ پر ۲۸مه د ښار په ازادۍ څلورلاره (لېبرټي چوک) کې د مظاهرې پر مهال د غورځنګ یوشمېر غړي ونیول او د ګلبرګ پولیسو مرکز ته یې انتقال کړل. پولیس وايي، په لاهور کې پر ولسي غونډو بندیز وو او د غورځنګ غړي یې له مظاهرې منع کړل، خو پر دې سربېره هغوی احتجاج ته دوام ورکړ نو ځکه یې اووه تنه نیولي دي. د پي ټي اېم فعالانو تر دې وروسته د لاهور په ګارډن ټاون کې احتجاج وکړ. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ګڼ خلک د هند او پاکستان پر پوله د بیرغ ښکته کولو ننداره کوي

هندي او پاکستاني سرتېري له ۱۹۵۹ز کال راهیسې هر مازیګر پر اټاري – واهګه پولې د خپلو بیرغونو ښکته کولو ځانګړي مراسم ترسره کوي چې زرګونه خلک یې لیدو ته ورځي. هندي او پاکستاني سرتېري د هغو مراسمو پر وخت یو بل ته زور ښيي او داسې ښکاري چې ښايي ترمینځ یې جګړه پیل شي خو دا هر څه یو پوځي دود دی چې له پخوا راهیسې یې پالي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.