World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 31.01.2024

Mashaalradio.com 

په انتخاباتو کې د ښځینه رایه ورکونکو څومره اهمیت دی؟

سیاسي فعالان وایي په راروانو عامو انتخاباتو کې د ښځو برخه اخیستل ډېر مهم دي ځکه چې د انتخاباتي کمېشن له قوانینو سره سم، که په کومه حلقه کې په اچولو شویو ووټونو کې د ښځو د ووټونو شمېر تر ۱۰ فیصده کم وي نو هلته به بیا انتخابات کېږي. د دې اوونۍ په تاندې هیلې پروګرام کې په انتخاباتي عمل کې د ښځو پر رول خبرې شوې دي. د پروګرام جوړونکې فرخنده اسد ده.

Pa.azadiradio.com 

عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴ کاله بند محکوم شول

د پاکستان یوې محکمې نن د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا خان د فساد په تور هر یوه په ۱۴ کاله بند محکوم کړل. د عمران خان تحریک انصاف ګوند وايي چې د محکمې د حکم په اساس پخوانی صدراعظم د راتلونکو لسو کلونو لپاره په دولتي څوکیو له کار کولو هم بې برخې شوی دی.

Mashaalradio.com 

احتساب عدالت بشرا بي بي ته ۱۴ کاله سزا واوروله

د پاکستان د احتساب یو عدالت پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې د ۱۴، ۱۴ کلونو د بند او ورسره دواړو ته د يو ارب (مېلیارده) او ۵۷ کروړه روپۍ نغدي جرمانې سزا اورولې ده. بشرا بي بي د عمران خان درېیمه ښځه ده، دا راز عمران خان د بشرا بي بي دویم خاوند دی. نوموړې له مخکیني خاونده هم اولادونه لري. بشرا بي بي روحاني شخصیت ګڼل کېږي او ډیره پرده کوي. پر نوموړې د عمران د حکومت پر مهال د درغلیو نور تورونه هم لګېدلي ول خو هغه یې ردوي. د بشرا بي بي په اړه نور معلومات د رویټرز اژانس په دې ویډیويي راپور کې کتلی شئ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوشال زاده: بهر مېشتي پاکستانیان دا ځل هم رایه نه شي کارولای

دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې مشر خوشال زاده مېلمه کړی دی. نوموړی وايي، د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره یې ټول انتظامات کړي دي او د نتیجو غونډولو له برېښنايي نظامه یې نیمګړتیاوې لیرې کړې دي. دی وايي، دا ځل هم بهر مېشتي پاکستانیان په انتخاباتو کې رایه نه شي کارولای. بشپړه مرکه واورئ.

Mashaalradio.com 

احتساب عدالت د توشه خانې قضیه کې عمران خان او د هغه ښځې ته د ۱۴ کلونو د بند سزا اورولې

د پاکستان رسنۍ وايي چې د احتساب ملي ادارې (نیب) د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې د دواړو پرضد په هغه عدالت کې تازه مقدمه دایره کړې وه او ویلي یې ول چې هغوی په خپلو شتمنیو کې له بهرنیو هېوادونو او چارواکو د ترلاسه کړو ډالیو تفصیل نه دی ورکړی.

Mashaalradio.com 

منګولیا کې د نوي قمري کال تر پیلېدو وړاندې مېله

د چین په شمال کې په کورواکه سیمه منګولیا کې د نوي قمري کال تر پیلېدو وړاندې مېله شوې چې پکې د اسونو د ځغاستې مقابلې ترڅنګ د موسیقۍ او ځینې نور پروګرامونه شوي دي. په چین کې نوی قمري کال د فبرورۍ پر ۱۰مه پیلېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Mashaalradio.com 

د چارسدې اوسېدونکي له کاندیدانو روزګار، بجلي او امن غواړي

د خیبرپښتونخوا په چارسده کې انتخاباتي کمپاينونو روان دي. خلک هيله لري چې هر څه په امن کې ترسره شي ځکه چې په دې وروستیوو کې بريدونه زیات شوي دي. د چارسدې خلکو مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي چې هغه سیاستوال ته به رایې ورکوي چې د امن راوستلو او اقتصاد سمولو باور ورکړي. په دې اړه د شبیراحمد جان ويډيو راپور وګورئ.