World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 04.01.2024

Mashaalradio.com 

راجا استاد وايي د پښتنو حجرې يې په ټپو او چاربیتو ګرمې ساتلي

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی راج محمد دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې دی او په "راجا استاد" مشهور دی. دی وايي، شاوخوا ۳۵ کاله يې پښتنو ته په حجرو کې ټپې او چاربیتې ويلي. د ده په خبره، کار يې سخت ځکه وو چې ټوله شپه به يې هارمونيم يا باجه په غاړه وه او په ولاړه به یې سندرې ويلې. راجا استاد پر ځوانو سندرغاړو غږ کوي چې د پښتو اصيله موسيقي له پامه و نه غورځوي. د نوموړي خبرې او ځينې ټپې او غزلونه يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

Mashaalradio.com 

په ایران کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

په ایران کې د قدس ځواک د پخواني قومندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. د جنورۍ د درېیمې چاودنو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو یو ایراني چارواکي یې پړه پر امریکا او اسراییلو اچولې ده. خو واشنګټن په هغه پېښه کې د امریکا او اسراییلو د ککړتیا تور رد کړی دی. له بېلابېلو اژانسونو جوړ ویډیويي رپورټ. خبرداری: د دې ویډیو ځینې برخې ښايي د ځینو لیدونکو لپاره ځوروونکې وي.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د مسګرۍ صنعت ورکېدو اندېښنې رامنځته کړي

په کندهار کې یو شمېر مسګران په افغانستان کې د دې دودیز او سنتي لاسي صنعت ورکېدو اندېښمن کړي دي. د دوی په وینا، د عصري وسایلو په راتلو سره دې صنعت ته د خلکو پاملرنه کمه شوې ده. یو شمېر فرهنګیان دا صنعت یو فرهنګي ارزښت بولي. نور په ویډیو کې:

Mashaalradio.com 

عدالت د اسلام اباد پولیسو ته حکم کړی چې بلوڅ پرلتوال دې نه ځوروي

د ماواری عدالت وژنو او جبري بې درکيو پر ضد اسلام اباد ته ورغلیو پرلتوالو شکايت کړی چې پولیس یې په تکليفوي. خو د احتجاجیانو مشرې ماهرنګ بلوڅې د جنورۍ پر درېیمه د خبري غونډې پرمهال اعلان وکړ چې د ټولو مشکلاتو باوجود به خپل احتجاج ټول ملک ته غځوي.

Mashaalradio.com 

محسن داوړ: د شمالي وزیرستان امنیتي چارې دې پولیسو ته وسپارل شي

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ ویلي دي چې پخوا یې هم د وسلوالو فعالیتونو غندنه کړې او اوس یې هم کوي. نوموړي د جنورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د شمالي وزیرستان د امنیت چارې پولیسو ته وسپاري. د پاکستان پوځیان له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په هغه سیمه کې دی او وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. پولیس هم وايي چې هلته د امنیت ټینګښت هڅې کوي. د جنورۍ پر درېیمه په میرامشا کې وسلوالو د داوړ پر ګاډي ډزې وکړې. نوموړی د میرامشا تپي سیمې ته د انتخاباتي کیمپېن لپاره ورغلی وو. Читать дальше...