World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 18.01.2024

Pa.azadiradio.com 

د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچ؛ افراسیاب خټک: پاکستان او ایران بلوڅان ځپي

د پاکستان پخوانی سناتور افراسیاب خټک وايي، ایران او پاکستان دواړه بلوڅان ځپي، له ترهګرو او نیابتي ډلو ملاتړ کوي. خټک له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د دواړو هېوادونو له لوري د یو او بل پر خاورو تر بریدونو وروسته د پاکستان او ایران ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی دی. نور په ویډیو کې:

Mashaalradio.com 

د قبايلي سيمو د روغتيا کارکوونکو د تنخاګانو نه تر لاسه کېدو ضد پرلت وهلی دی

د خيبر پښتونخوا د ضم شويو قبايلي ضلعو د روغتيا کارکوونکو د حکومت لخوا د تنخاګانو نه ورکولو پرضد د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهيسې احتجاج ته دوام ورکړی دی. احتجاج کوونکو د جنورۍ له ۱۴مې په پېښور کې د روغتيا صوبايي ادارې مخې ته پرلت هم پيل کړی دی. هغوی وايي چې له تېرو نهو مياشتو راهيسې تنخاګانې نه دې ورکړل شوي. بلخوا د روغتيا اداره وايي چې د روغتيايي کارکوونکو د ستونزو په اړه يې د ماليې ادارې ته ليک لېږلی دی. ويډيو رپورټ

Mashaalradio.com 

پاکستان وايي په ايران کې يې بېلتونپاله بلوڅان په نښه کړي دي

پاکستان ویلي دي چې د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې یې د "ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه" کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي شوي بریدونه "خورا منظم او دقیق" ول چې پکې "یوشمېر ترهګر" وژل شوي دي. تهران ويلي چې په هغو بريدونو کې د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي. د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د جنورۍ پر ۱۸مه خبريالانو ته ويلي چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته". ويډيو رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د ایران په خاوره د پاکستان غچ اخیستونکی برید

نن سهار پاکستان د ایران په سیستان او بلوچستان سیمه برید وکړ. د پاکستاني چارواکو په وینا، د دې برید هدف د بلوڅانو د ازادي غوښتونکو د جبهې وسله‌وال او د بلوڅو د ازادۍ اردو و. ایران ویلي، په برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون لس پاکستاني وژل شوي دي. له دې مخکې ایران د پاکستان پر بلوچستان سیمې برید کړی و.

Mashaalradio.com 

اصف کمال وايي د سندرې ويلو لپاره له استاده زدکړه ضروري ده

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو پېژندلی سندرغاړی اصف کمال دی. نوموړی د غزل ترڅنګ ټپه او چاربېته هم وايي. د کمال په خبره، موسيقي يې له استادانو زده کړې او خوښ دی چې په غږ يې يوشمېر سندرې مشهورې شوې دي. نوموړی پر ځوانو سندرغاړو غږ کوي چې موسيقي زده او د خپلو سندرو لپاره ښه شعرونه انتخاب کړي. د اصف کمال دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

Mashaalradio.com 

پاکستان له ای اېم اېف څخه د څه باندې ۷۰۰ مېليونه ډالرو پور ترلاسه کړی دی

د پاکستان مرکزي دولتي بانک وايي چې ای اېم اېف د جنورۍ پر ۱۱مه د خپل اجراييوي بورډ لخوا د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام د لومړۍ بیاکتنې تر بشپړه کېدو او هغه هېواد ته يې په سمدستي توګه د پور د دویم قسط ورکولو له اجازې وروسته دا پیسې ورکړي دي.

Mashaalradio.com 

له لاهوره یو پښتون د قامي اسمبلۍ څوکۍ ته نوماند دی

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې قلعه عبدالله مزمل خان کاکړ له لاهوره د قامي اسمبلۍ څوکۍ ته نوماند دی. هغه وایي د لاهور په هغه حلقه کې خلک له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي. لاهور د پنجاب مرکز دی چې پکې پښتانه لږکي دي نو ځکه هم تخاباتو د یو پښتون نوماندېدل نادره پېښه ګڼل کېږي. تفصیل په ویډیو کې.

Mashaalradio.com 

پر ايران د پاکستان په ځوابي بريد کې ۹ کسان وژل شوي دي

دا تر هغې وروسته ده چې ایرانیو دولتي رسنیو د جنورۍ پر ۱۶مه شپې ناوخته د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې د جیش العدل ډلې پر مرکزونو د حملې خبر ورکړ. خو پاکستان د جنورۍ پر ۱۷مه وویل چې په حمله کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونه ژوبلې دي.