World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 19.01.2024

Mashaalradio.com 

سېنېټر همايون مومند وايي د ناامنۍ ختمولو لپاره له وسلوالو سره مذاکرات اړين دي

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې سېنېټر محمد همايون مومند مېلمه کړی دی. نوموړي له انګلستانه لوړې زده کړې ترلاسه کړې دي او له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې سياست کوي او اوسمهال د تحريک انصاف ګوند سېنېټر دی. مومند وايي، په هېواد کې د امنیت ټینګښټ لپاره له هغو وسلوالو سره خبرې په کار دي چې حکومتي عملداري مني. دی وايي، د ناامنۍ ختمولو یوازینۍ لاره مذاکرات دي. بشپړه مرکه واورئ.

Mashaalradio.com 

امریکا وايي طالبان دې د ښځو د حقونو خوندیتوب په ګډون ټولې ژمنې عملي کړي

سحر ساحل وویل، د نجونو "نیول اندېښمنوونکي دي، په افغانستان کې د ښځو وضعیت خراب دی. افغان مېرمنې مخکې هم باحجابه وې، اوس هم دي او په راتلونکې کې به هم وي، دا د طالبانو یوه پلمه ده. دا چې د طالبانو حکومت د نړۍ له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي، دوی یې په بدل کې بشري حقونه نقضوي."

Mashaalradio.com 

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو له یو بل سره ټېلېفوني خبرې کړې دي

د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات تر هغې وروسته ترینګلي شول چې ایران د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ.

Mashaalradio.com 

هندۍ مېله کې سیلانیان پر مستو غوایانو د سپرېدو له سیالۍ خوند اخلي

د هند په تامل ناډو ایالت کې هر کال یوه مېله کېږي چې په زرګونو خلک یې نندارې ته ورځي. په دې مېله کې موسیقي، نڅاوې او خواږه خواړه وي خو د سیلګرو لپاره تر ټولو په زړه پورې برخه پر غوایانو د ځوانانو سپرېدل دي. د ځايي خلکو په وينا، د مستو غوایانو د ارامولو دا سیالي له سلګونو کلونو راهیسې رواج ده. د فرانسې د خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.